د طالبانو په تړاو د روسیې د لوی څارنوالۍ لیک
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42177-د_طالبانو_په_تړاو_د_روسیې_د_لوی_څارنوالۍ_لیک
د روسیې د لوی څارنوال دفتر په یوه لیک کې چې پرون یې د هیواد سترې محکمې ته حواله کړ ویلي دي چې دوی د هیواد د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 12, 1404 13:10 Asia/Kabul
  • د طالبانو په تړاو د روسیې د لوی څارنوالۍ لیک

د روسیې د لوی څارنوال دفتر په یوه لیک کې چې پرون یې د هیواد سترې محکمې ته حواله کړ ویلي دي چې دوی د هیواد د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د عدلیې وزارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت سره په همکارۍ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یوه غوښتنه سپارلې ده چې په روسیه کې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم د لرې کولو بهیر بشپړ کړي.طالبان په دوه زره درېیم کال کې په روسیه کې د ترهګرو او منع شویو سازمانونو په لیست کې شامل شول. خو واک ته د دوی د بیرته راستنیدو او د سرپرست حکومت له جوړېدو سره په تیر کال کې د مسکو له خوا له دوی سره د اړیکو په اړه اوازې خپرې شوې دي.روسیه د لومړنیو هیوادونو څخه ده چې د افغانستان سفارت یې طالبانو ته وسپاره خو لاهم سرپرست حکومت په رسیمت نه پېژني