ډیورنډ فرضي کرښې څخه د پاکستان د پوځ مشر لیدنه
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر پرون د کوچني اختر په مناسبت ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې له پاکستاني سرتیرو سره ولیدل.
هغه د جنوبي وزیرستان په وانې ښار او د ډیره اسماعیل خان په چیکان سیمه کې د پاکستاني پوځ له څو اډو څخه لیدنه کړې ده.دا لیدنه په داسې وخت کې وشوه چې پاکستان په دوامداره توګه ادعا کوي چې وسله وال مخالفین یې د افغانستان له خاورې څخه بریدونه کوي.د دوی په وینا د افغانستان له خاورې څخه په استفادې سره بریدګر د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په پاکستاني اډو او سرحدي ځواکونو بریدونه کوي او بیا افغانستان ته راستنیږي.په ورته وخت کې د پاکستان د لومړي وزیر جګپوړي سلاکار رانا ثناالله ادعا کړې چې د سرپرست حکومت او هندي استخباراتو سره تړلي عناصر د اسلام آباد پر وړاندې اقدامات کوي.هغه ګواښ وکړ چې هیواد به یې د دې ټولو ګواښونو سره په غوڅ ډول چلند وکړي.خو د افغانستان سرپرست حکومت په وار وار دا تورونه رد کړي دي.