راتلونکو سیالیو ته د افغان ابدالیانو چمتووالی
افغان ابدالیان لوبډلې د راتلونکې سیالۍ لپاره د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې د څلور ورځینۍ لوبې او درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د چمتووالي په موخه د دوشنبې په ورځ تمرینات پیل کړل.
دغه تمرینات په متحده عربي اماراتو کې پیل شوي، چې نږدې یوه اوونۍ به دوام وکړي.د افغانستان کرېکټ بورډ په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، چې د مهالوېش له مخې به افغان لوبډله د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ایرلنډ الف لوبډلې پر وړاندې په یوازېنۍ څلور ورځینۍ لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.افغان ابدالیان کرېکټ لوبډله د ایرلنډ او سریلانکا پر وړاندې په درې اړخیزې لوبلړۍ کې د ګډون په موخه تېره شپه متحده عربي امارتو ته رسېدلې او تمرینات کوي.دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د افغانستان د نولس کلنو کرېکټ ملي لوبډله نیپال ته ولاړه، څو د کوربه هېواد د نولس کلنې لوبډلې پروړاندې درې یو ورځینۍ سیالۍ ترسره کړي.