د نیوزلنډ پر وړاندې د پاکستان ماتې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42109-د_نیوزلنډ_پر_وړاندې_د_پاکستان_ماتې
نیوزیلنډ د پنځوس اوره لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د دري اویا منډو په توپیر ماتې ورکړه د لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 10, 1404 14:04 Asia/Kabul
  • د نیوزلنډ پر وړاندې د پاکستان ماتې

نیوزیلنډ د پنځوس اوره لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د دري اویا منډو په توپیر ماتې ورکړه د لوبې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه

د نیوزیلند لوبډلې د پوره پنځوس اورونو په لوبلو سره د نهو ویکټو په زیان درې سوه څلور څلوېښت منډې جوړې کړې.د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې د پاکستان ټوله لوبډله د لوبې په څلور څلوېښتم اوور کې د دوه سوه یو اویا منډو له جوړیدو وروسته وسوځیده او لوبه یې وبایلله.د نیوزیلنډ او پاکستان ترمنځ د یو ورځنیو لوبلړۍ دوهمه لوبه د چهار شنبې په ورځ کیږي.