د پاکستان په سیاستونو د آصف دراني نیوکه
حمل 10, 1404 14:01 Asia/Kabul
د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي اصف دراني ویلي دي چې د کابل په وړاندې د پاکستان سخت دریځ به په هیواد کې د هند د نفوذ ساحه پراخه کړي.
دراني په ښکاره ډول د اقتصادي او سیاسي تعاملاتو په برخو کې د حکومت پر پالیسیو او همدارنګه د افغان کډوالو سره د چلند په اړه نیوکه کړې او هغه یې ناسم بللي دي.د پاکستان پخواني استازي ویلي دي چې پر افغان کډوالو فشار به د اسلام آباد پر وړاندې د خلکو کرکه زیاته کړي او دا د پاکستان په ګټه نه ده.اصف دراني ادعا کړې چې هند اوس له افغانستان سره نږدې اړیکې جوړې کړې دي او کابل هغوی ته اجازه ورکړې چې د پاکستان پر ضد د افغانستان خاوره وکاروي.هغه وويل چې د اسلام آباد چارواکي بايد له افغانستان سره خپلې اړيکې پراخې کړي ځکه چې پاکستان د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د لاسرسي لپاره د دې هیواد خاورې ته اړتیا لري.