اروپا کې صهیونیستي ضد لاریونونه
حمل 10, 1404 14:00 Asia/Kabul
په هالنډ کې لاریون کوونکو د ګڼې ګوڼې په منځ کې د صهیونیستي رژیم بیرغ وسوځاوه.
د غزې په وړاندې د صهیونیستي رژیم د دوامداره یرغل او د فلسطین د خلکو د نسل وژنې وروسته په څو اروپایي هیوادونو کې لاریونونه وشول.په هالنډ کې هم خلک ډېر په غوسه وو او د صهیونیستي رژیم د جرمونو پر ضد یې شعارونه ورکول دوی د دې رژیم بیرغ وسوځاوه.په ورته وخت کې د ایټالیا په پلازمېنه روم کې هم لاریون کوونکي سړکونو ته راووتل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې چوپ پاتې نشي او د هغوی مخه ونیسي.دوی د فلسطین بیرغ په پورته کولو سره د غزې له مظلومو خلکو سره خپل پیوستون څرګند کړ.