د فلسطین خلکو څخه د حزب الله غورځنګ ملاتړ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42104-د_فلسطین_خلکو_څخه_د_حزب_الله_غورځنګ_ملاتړ
د لبنان حزب الله غورځنګ عمومي منشي شیخ نعیم قاسم تېره شپه د قدس نړیوالې ورځې په مناسبت د فلسطین د موضوع په ملاتړ او ژمنتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 10, 1404 14:00 Asia/Kabul
  • د فلسطین خلکو څخه د حزب الله غورځنګ ملاتړ

د لبنان حزب الله غورځنګ عمومي منشي شیخ نعیم قاسم تېره شپه د قدس نړیوالې ورځې په مناسبت د فلسطین د موضوع په ملاتړ او ژمنتیا ټینګار وکړ.

ښاغلي قاسم وویل موږ باور لرو چې د فلسطین مسله یوه مشروع مسله ده او موږ په نیول شویو سیمو کې د مسلمانانو د مقدسو ځایونو په آزادولو ټینګار کوو.هغه ټینګار وکړ چې د قدس نړیواله ورځ د مظلومانو او مستکبرانو ترمنځ د مقابلې ورځ ده.هغه په فلسطین کې سختو شرایطو ته په اشارې سره وویل نن ورځ موږ د هغه مقاومت شاهدان یو چې د فلسطیني خلکو په مینځ کې ریښې لري او له دښمن څخه یې شاتګ ناممکن کړی دی.شیخ قاسم دا هم وویل نن ورځ موږ د یو لوی بدلون په درشل کې یو چې په سیمه به مستقیم اغیز ولري او د بیرته ګرځیدو هیڅ امکان نشته.د لبنان د حزب الله عمومي منشي ټینګار وکړ چې د فلسطین مسله یوه مشروع مسله ده او موږ دې موخې ته ژمن یو او د مقدسو ځایونو په آزادۍ باور لرو.