میانمار او ټایلنډ کې د ځمکرېږد مرګ ژوبلې زیاتوالی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42063-میانمار_او_ټایلنډ_کې_د_ځمکرېږد_مرګ_ژوبلې_زیاتوالی
په میانمار او تایلینډ کې یو زورور ځمکرېږد چې شدت یې د ریښتر په کچه اووه اعشاریه اووه درجې وو دې هیوادونو کې یو لوی بشري ناورین رامینځته کړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 09, 1404 12:54 Asia/Kabul
  • میانمار او ټایلنډ کې د ځمکرېږد مرګ ژوبلې زیاتوالی

په میانمار او تایلینډ کې یو زورور ځمکرېږد چې شدت یې د ریښتر په کچه اووه اعشاریه اووه درجې وو دې هیوادونو کې یو لوی بشري ناورین رامینځته کړی دی.

تر اوسه پورې د اړوندو چارواکو لخوا د شاوخوا اووه سوه کسانو د مړینې او د دوو زرو نورو ټپي کیدل تایید شوي دي.یادو هېوادونو له نړیوالې ټولنې څخه د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.خو په میانمار کې د مړو شمېر ډېر لوړ دی چې په دغه هېواد کې بشري اندېښنې راپورته کوي.ویل کیږي چې د دې زلزلې مرکز د لسو کیلومترو په ژوروالي کې و.د زلزلې مرکز د میانمار د ماندالای په څنډه کې د ساګاین ښار ته نږدې و.دې زورور ځمکرېږد په تایلینډ او د هیواد په پلازمینه بانکوک کې هم مرګ ژوبله اړولې ده.د یادو هېوادونو چارواکو ویلي دي چې د ځمکرېږد شدت ډېر لوړ و او د مړو شمېر لا هم مخ په لوړېدو دی.