د یمن په خاوره د امریکا د یرغل دوام
په یمن کې رسنیو اعلان کړی چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د امریکا جنګي الوتکو د دغه هیواد په ګڼو ښارونو باندې له اویا څخه زیات هوايي بریدونه کړي دي.
په ځانګړې توګه د صنعا، عمران، سعده، الجوف، مارب او الحدیده په څیر ولایتونه په مکرر ډول د امریکایانو لخوا تر بریدونو لاندې نیول شوي دي.په دې بریدونو کې د شهیدانو او ټپیانو شمېر لا نه دی ښودل شوی.خو د یمن وسله والو ځواکونو ویلي دي چې د دغه هیواد په خاوره کې د امریکا او انګلیس بریدونو به هیڅکله د فلسطیني خلکو لپاره د دوی ملاتړ ونه دروي.دوی خبرداری ورکړی چې دوی به په سره سمندر کې د صهیونیستي رژیم د کښتیو پر وړاندې خپل عملیات تر هغه وخته پورې دوام ورکړي تر څو چې په غزه کې جرمونه ودرول شي.تر دې مخکې د یمن د انصارالله غورځنګ مشر هم ویلي وو چې پر دې هېواد د امریکایانو برید د فلسطیني خلکو د ملاتړ له امله شوی دی.