د حزب الله د مشر څرګندونې
حمل 09, 1404 12:49 Asia/Kabul
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي شیخ نعیم قاسم تېر ماښام د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت څرګندونې وکړې.
د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي په دې وینا کې ټینګار وکړ چې د فلسطین مقاومت وښوده چې صهیونیستي رژیم په ډیر سخت ناورین کې دی او دا د فلسطیني خلکو د مقاومت له امله دی.شیخ نعیم قاسم ویلي دي چې صهیونیستي رژیم په خپلو ټولو هڅو سره سره د فلسطین د خلکو د هویت په له منځه وړلو کې پاتې راغلی دی.هغه ټینګار وکړ چې د الاقصی عملیات د مقاومت ځواکونو لخوا د دښمنانو د ټولو معادلو د ګډوډولو لپاره ترسره شول.هغه په دوام کې وویل چې د فلسطین خلکو د خپلې آزادۍ لپاره د خپلو غوره شیان په ګډون خپل ژوند قرباني کړ.د لبنان اسلامي مقاومت ځواکونو مشر وویل چې د فلسطین ملت د سختیو سره سره ثابت قدم دی او د خدای له لوري به خپل اجر ترلاسه کړي.