د رمضان جام تنکیو ځوانانو تکواندو آزاده سیالۍ
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42017-د_رمضان_جام_تنکیو_ځوانانو_تکواندو_آزاده_سیالۍ
کابل او کاپیسا ولایتونو څخه د څوارلسو ټیمونو شپیته لوبغاړو په کابل کې د روژې جام د تکواندو په دیارلسمه پرانیستې سیالۍ کې برخه واخیسته.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 07, 1404 12:39 Asia/Kabul
  • د رمضان جام تنکیو ځوانانو تکواندو آزاده سیالۍ

کابل او کاپیسا ولایتونو څخه د څوارلسو ټیمونو شپیته لوبغاړو په کابل کې د روژې جام د تکواندو په دیارلسمه پرانیستې سیالۍ کې برخه واخیسته.

دا سیالي د ځوانانو په ډله کې ترسره شوه د دې سیالیو په پای کې د شیر محمد رفاه د تکواندو ټیم د شپاړس نمرو په ترلاسه کولو سره اتلولي وګټله.د شیر محمد رفاه ټیم وروسته د کابل ټیم د لسو نمرو سره دوهم ځای خپل کړ او د منیر احمد د تکواندو ټیم د اتو نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم ځای خپل کړ.د تکواندو فدراسیون د پخوانۍ خبرپاڼې له مخې دا سیالۍ د هغو لوبغاړو ترمنځ ترسره شوې چې د دوه زره څوارلسم او دوه زره شپاړسم کلونو ترمنځ زیږیدلي دي.