بلوچستان کې دوو بریدونو کې د ۱۳ تنو وژل کیدل
حمل 07, 1404 12:38 Asia/Kabul
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې امنیتي چارواکو اعلان وکړ چې د چهارشنبې په شپه په دې ولایت کې په دوو وسله والو بریدونو کې لږ تر لږه دیارلس کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا د کوېټې-کراچۍ پر لویه لاره د نامعلومو وسله والو له خوا شپږ کسان او صحبت پور سیمه کې په وسله وال برید کې د یوې کورنۍ اووه غړي ووژل شول.دا لا څرګنده نه ده چې برید چا یا کومې ډلې کړی دی او د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.دا سیمه تل د بلوڅ بیلتون غوښتونکو د بریدونو شاهده وي.