فارس خلیج کې د ایران سمندري وړتیا ښودنه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42015-فارس_خلیج_کې_د_ایران_سمندري_وړتیا_ښودنه
د څلورو اسلامي هېوادونو ایران، لبنان، یمن او عراق لخوا د فلسطین او غزې د خلکو په ملاتړ د فارس خلیج ، مکران ساحل او د ایران د مازنداران سمندرګي په اوبو کې ګډ سمندري تمرینونه ترسره شول.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 07, 1404 12:37 Asia/Kabul
  • فارس خلیج کې د ایران سمندري وړتیا ښودنه

د څلورو اسلامي هېوادونو ایران، لبنان، یمن او عراق لخوا د فلسطین او غزې د خلکو په ملاتړ د فارس خلیج ، مکران ساحل او د ایران د مازنداران سمندرګي په اوبو کې ګډ سمندري تمرینونه ترسره شول.

په دې ګډ او هم مهاله مانور کې درې زره سمندري کښتیو برخه اخیستې وه.دې سمندري تمرینونو د سمندري ساحې په برخه کې د مقاومت محور د وړتیا او د صهیونیستي رژیم په وړاندې د ایران د واک ښودلو په ګډون ډېر اهداف درلود.د ایران اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو قوماندان جنرال علي رضا تنګسیري وویل چې په سمندر کې د مقاومت د محور د وړتیا ښودنه او د تمرینونو ترسره کول صهیونیستي رژیم لپاره یو پیغام لري.هغه دښمنانو ته خبرداری ورکړ او وویل چې سمندري یوالی به د سمندر له لارې د دښمنانو د تېښتې لاره بنده کړي او غوسه ناک سمندر به د صهیونیستانو لپاره یو بد خوب وي.