د پاکستان له لارې د افغانستان ترانزیټ ۸۴ سلنه کموالی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42013-د_پاکستان_له_لارې_د_افغانستان_ترانزیټ_۸۴_سلنه_کموالی
د سوداګرۍ او پانګونې خونې تیر کال د خصوصي سکتور د لاسته راوړنو او ننګونو په اړه په یوه غونډه کې وویل چې د پاکستان لخوا رامینځته شویو ننګونو له امله تیر کال د دې هیواد له لارې د افغانستان ټرانزیټ څلور اتیا سلنه کم شوی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 07, 1404 12:35 Asia/Kabul
  • د پاکستان له لارې د افغانستان ترانزیټ ۸۴ سلنه کموالی

د سوداګرۍ او پانګونې خونې تیر کال د خصوصي سکتور د لاسته راوړنو او ننګونو په اړه په یوه غونډه کې وویل چې د پاکستان لخوا رامینځته شویو ننګونو له امله تیر کال د دې هیواد له لارې د افغانستان ټرانزیټ څلور اتیا سلنه کم شوی دی.

په دې ناسته کې د شپږو وارداتي توکو په اړه د مالیې کمولو، د ځینو افغاني توکو د صادراتو زیاتوالي، د ویزو ترلاسه کولو په برخه کې ننګونو او د پیسو د لیږد په برخه کې د هغو ننګونو په اړه هم بحث وشو چې د هیواد سوداګر ورسره مخ دي.د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند په دې غونډه کې وویل چې افغانستان منځنۍ اسیا هېوادونو او ترکیې ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه د سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي په موخه جوړه شوې ده.د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزي هم خبر ورکړ چې د تورخم په دروازه کې د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو په رامنځته کولو سره دوی منځنۍ اسیا ته بدیلې لارې موندلي دي. هغه زیاته کړه چې افغانستان تیر کال هند ته د پنځه سوه میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي.