د کوچني اختر په مناسبت د طالبانو د مشر پیغام
د طالبانو مشر هبت الله آخندزاده د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې سرپرست حکومت له اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو سره قوي او ښې اړیکې غواړي.
هغه په دې پیغام کې ویلي چې موږ له ټولو څخه غواړو چې د افغانانو عقایدو او ارزښتونو ته درناوی وکړي، زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او زموږ د ثبات، امنیت او پرمختګ مخه ونه نیسي.آخندزاده په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې جګړې ته په اشارې سره ادعا وکړه چې اوس په هېواد کې امنیت ډاډمن شوی او خلک اختر په خوښۍ او خوندي فضا کې لمانځي.په دې پیغام کې هغه دا هم وویل چې سرپرست حکومت د هیواد د کانونو په استخراج او سوداګرو ته د ځمکې په ویشلو سره فقر کموي.د طالبانو مشر د خپل پیغام په یوه بله برخه کې له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د فلسطیني خلکو ملاتړ وکړي او همدارنګه د فلسطینیانو پر وړاندې د صهیونیستي رژیم جنایتونه یې وغندل.