د اسراییل پر رسمیت نه پېژندلو د پاکستان ټینګار
حمل 06, 1404 12:56 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسراییل ته سفر غیرقانوني دی او د دې سفر لپاره پاکستاني پاسپورټونه اعتبار نلري.
اسلام آباد ټینګار وکړ چې د صهیونیستي رژیم په وړاندې یې دریځ نه دی بدل شوی او د نولس سوه اووه شپیتم کال د پولو پر بنسټ د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو ملاتړ ته دوام ورکوي چې بیت المقدس یې پلازمینه وي.پاکستان د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو سره سم د فلسطین د مسلې د عادلانه او سوله ایز حل لپاره خپله ژمنه هم تکرار کړې ده.ځینو رسنیو په دې وروستیو کې په راپورونو کې ادعا کړې وه چې د پاکستاني خبریالانو یوې ډلې نیول شویو سیمو ته سفر کړی دی.