د کرکټ سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان
حمل 05, 1404 12:58 Asia/Kabul
د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې له ایرلنډ او سریلانکا الف لوبډلو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان کړ
دغه سیالۍ د وري په اتلسمه د افغانستان په کوربتوب د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې پیلېږي او د غويي میاشتې تر دولسمې دوام کوي.په دغه درې اړخیزه لوبلړۍ کې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې دوه لوبې وکړي او د لومړي پړاو دوه مخکښې لوبډلې به پایلوبه کې سره ولوبېږي.تر درې اړخیزې لوبلړۍ وروسته به افغان لوبډله د سریلانکا الف لوبډلې سره خپله دویمه څلور ورځنۍ لوبه پیل کړي چې د مۍ میاشتې تر دویمې نېټې به دوام وکړي.