د ایران او عراق بهرنیو چارو وزیرانو ټلفوني خبرې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41959-د_ایران_او_عراق_بهرنیو_چارو_وزیرانو_ټلفوني_خبرې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د عراق د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل هغه ادعاوې او تورونه چې د ایران پر ضد د فشار راوړلو لپاره د امریکایي چارواکو لخوا شوي دي هیڅ اساس او اعتبار نلري.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 05, 1404 12:56 Asia/Kabul
  • د ایران او عراق بهرنیو چارو وزیرانو ټلفوني خبرې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د عراق د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل هغه ادعاوې او تورونه چې د ایران پر ضد د فشار راوړلو لپاره د امریکایي چارواکو لخوا شوي دي هیڅ اساس او اعتبار نلري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل هغه تمه لري چې ګاونډي او دوست هیوادونه به د امریکا د فتنې او ویش په اړه محتاط وي، کوم چې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو له خرابولو پرته بله هیڅ اراده نلري.عراقچي د سیمې د هېوادونو پر وړاندې د یرغلګرو اقداماتو لپاره د سیمې په هېوادونو کې د امریکا د اډو او د هغوی د هوايي حریم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې جدي خطرونو ته په اشارې سره د سیمې د ټولو هېوادونو پر اړتیا ټینګار وکړ چې د خپل ملي حاکمیت د ساتنې لپاره اړین اقدامات وکړي او د بهرنیو پوځي ځواکونو لخوا د نورو هېوادونو د ناامنه کولو لپاره د خپلو تاسیساتو د کارولو مخه ونیسي.