د صنعت او سوداګرۍ وزیر سره د پاکستاني استازي لیدنه
حمل 03, 1404 13:00 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره وکتل. د غونډې په لړ کې دواړو خواوو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت ننګونو، په اقتصادي اړیکو باندې د سیاسي کړکیچونو د اغیزو کمولو او د مهمو مسلو لپاره د حل لارو موندلو په اړه بحث وکړ.