تېر کال کې د دوه میلیونه برېښنايي پیژندپاڼو ویش
حمل 03, 1404 12:45 Asia/Kabul
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی چې تېر لمریز کال دوه میلیونه شپږ سوه او څلور دېرش زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د احصایې او معلوماتو ادارې د یوې مطبوعاتي خبرپاڼې له مخې چې نن خپره شوه په تېر لمریز کال کې تر ټولو زیاتې برښنايي پېژندپاڼې په کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار کې وېشل شوې وې.دې ادارې څرګنده کړې چې د برېښنايي پیژندپاڼو د وېش د بهیر له پیل راهیسې له پنځلسو میلیونو څخه زیاتو خلکو ته پېژندپاڼې وېشل شوې دي.د احصایې او معلوماتو ادارې یادونه کړې چې دا مهال د کابل په ګډون په ټول هیواد کې د الکترونیکي پیژندپاڼو د ویش اویا مرکزونه او د اسانه خدماتو مرکزونه فعالیت کوي او همدارنګه په متحده عربي اماراتو کې یو ګرځنده ټیم او د اسانه خدماتو مرکز شتون لري.