نایجر کې پر لمونځ کونکو ترهګریز برید غندل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41895-نایجر_کې_پر_لمونځ_کونکو_ترهګریز_برید_غندل
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نایجیر په جنوب لویدیځ کې په یوه جومات کې ترهګریز برید چې لسګونه لمونځ کوونکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته په کلکه وغانده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 03, 1404 12:43 Asia/Kabul
  • نایجر کې پر لمونځ کونکو ترهګریز برید غندل

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نایجیر په جنوب لویدیځ کې په یوه جومات کې ترهګریز برید چې لسګونه لمونځ کوونکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته په کلکه وغانده.

اسماعیل بقايي دا ترهګریز عمل د اسلامي قانون او د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو د ټولو نورمونو خلاف وباله.د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ترهګرۍ او تاوتریخوالي د ټولو ډولونو د غندلو په برخه کې د دغه هیواد د اصولي دریځ په یادولو سره د ترهګرۍ د مخنیوي او مبارزې او د ترهګریزو کړنو د عاملینو او ملاتړ کونکو د محاکمې او سزا ورکولو لپاره په مختلفو سیمه ایزو او نړیوالو کچو کې د همکارۍ او همغږۍ د لا پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.د یادونې وړ ده چې پرون د نایجیر د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په یاد هیواد کې پر عبادت کونکو باندې د ترهګریز برید له امله څلور څلویښت کسان وژل شوي او دیارلس نور ټپیان شوي دي.د دې خونړي برید پړه په افریقا کې د داعش ترهګرو په غاړه واخیست.