د استانبول ښاروال لپاره د محکمې حکم صادریدل
د استانبول محکمې د فساد په یوه قضیه کې د څارنوال د تور له بیاکتنې وروسته د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو ته د بند سزا واوروله.
د ترهګرې ډلې سره د امام اوغلو د تړاو په اړه هم څېړنه روانه ده.دا په داسې حال کې ده چې د امام اوغلو دفتر د هغه پر وړاندې تورونه غیر اخلاقي او بې بنسټه بولي.ویل کیږي چې امام اوغلو د پولیسو د پوښتنو ګروېږنو پر مهال ټول تورونه رد کړي دي.د استانبول د ښاروال نیول په ډیرو ښارونو کې پراخ لاریونونه راپارولي دي او دې لاریونونو تېره شپه هم دوام دلود.د ترکیې چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د لاریونونو له پیل راهیسې یې په تیرو څلورو ورځو کې له درې سوه څلویښت څخه ډیر کسان نیولي دي.جمهوري غوښتونکی خلق ګوند چې د ترکیې د ولسمشر اصلي مخالفین دي د ښاروال نیول د کودتا په توګه غندلي او ژمنه یې کړې چې لاریونونو ته به دوام ورکړي.امام اوغلو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اردوغان اصلي سیال دی.