د افغانستان او تایلند فوټبال ملي ټیمونو ترمنځ تمریناتي لوبه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41870-د_افغانستان_او_تایلند_فوټبال_ملي_ټیمونو_ترمنځ_تمریناتي_لوبه
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په یوه دوستانه لوبه کې له تایلینډ سره مخ شوه او دوه پر صفر یې وبایلله.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 02, 1404 12:38 Asia/Kabul
  • د افغانستان او تایلند فوټبال ملي ټیمونو ترمنځ تمریناتي لوبه

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله په یوه دوستانه لوبه کې له تایلینډ سره مخ شوه او دوه پر صفر یې وبایلله.

په دې لوبه کې د عثمان توشف ټیم په برید کې کمزوری او په دفاع کې نه همغږي ښکاریده، او په دواړو نیمایي کې یې د کوربه ټیم څخه یو ګول ترلاسه کړ.افغان لوبډله به د وري په پنځمه د دوه زره اووه ویشتم کال د اسیا جام د پلې آف پړاو په سیالیو کې له میانمار سره مخ شي.که څه هم د افغانستان ملي لوبډلې د ازبیکستان مشر روزونکي په وار وار ویلي چې د دوستانه سیالیو پایلې د هغه لپاره مهمې نه دي او دا سیالۍ یوازې د لوبغاړو د جوړښت او همغږۍ د پیژندلو لپاره دي خو د تایلینډ پر وړاندې د هغه د ټیم فعالیت د افغان مینه والو ترمنځ اندیښنې راپارولي دي.د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د اسیا جام د غوراوي سیالیو په پنځم ګروپ کې سوریې، پاکستان او میانمار سره ده.