د تورخم لارې پرانستل کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41868-د_تورخم_لارې_پرانستل_کیدل
د پاکستان د کډوالۍ دفتر د بیارغونې کار بشپړیدو وروسته د تورخم لاره نن د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانستل شوه
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حمل 02, 1404 12:36 Asia/Kabul
  • د تورخم لارې پرانستل کیدل

د پاکستان د کډوالۍ دفتر د بیارغونې کار بشپړیدو وروسته د تورخم لاره نن د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانستل شوه

له دې مخکې دا لاره یوازې د ناروغانو او سوداګریزو توکو لپاره خلاصه وه خو د پاکستان د کډالۍ دفتر چې په ورستیو نښتو کې زیانمن شوی وو له بیارغونې وروسته د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانستل شوهد ننګرهار سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې د تورخم لارې د تړلو له امله زرګونه مسافر د پولې دواړو غاړو ته بند پاتې وو چې له امله یې سخته ګڼه ګوڼه رامنځته شوې چې ناروغانو ته به په لومړي پړاو کې د سفر کولو اجازه ورکړل شي.د تورخم لاره د کب په څلورمه د افغان او پاکستاني سرحدي ساتونکو ترمنځ د سرحدي شخړې وروسته د پاکستان لخوا وتړل شوه.د تورخم لارې تړل کېدو سوداګرو ته هره ورځ شاوخوا درې میلیونه ډالر زیان واړاوه.