د افغانستان پر ټوله خاوره تسلط د کابل ټینګار
حوت 29, 1403 14:06 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د روسیې د ولسمشر د هغو څرګندونو په ځواب کې چې د افغانستان په خاوره کې د امنیتي ګواښونو شتون په اړه یې کړي ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره په بشپړه توګه د دوی تر کنټرول لاندې ده.
فطرت ویلي چې هیواد څخه ګاونډیو هیوادونو ته هیڅ ګواښ نشته او راپورته شوې اندیښنې بې بنسټه دي.نوموړي ټینګار وکړ چې سرپرست حکومت تل له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیانو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دا یې په عمل کې ثابته کړې ده.دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ولادیمیر پوتین پرون د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې منځنۍ اسیا د افغانستان له خوا سیمې ته له ګواښونو او ننګونو سره مخ ده اوهغه خبر دی.