د اوکراین په تړاو د ټرامپ او پوتین خبرې اترې
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41796-د_اوکراین_په_تړاو_د_ټرامپ_او_پوتین_خبرې_اترې
سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د انرژۍ او زیربناوو په برخو کې د اوربند په اړه هوکړه کړې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 29, 1403 14:00 Asia/Kabul
  • د اوکراین په تړاو د ټرامپ او پوتین خبرې اترې

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د انرژۍ او زیربناوو په برخو کې د اوربند په اړه هوکړه کړې ده.

په دې خبرو اترو کې چې تېره شپه د ټیلیفون له لارې ترسره شوې په تور سمندرګي کې د اوربند د پلي کولو او د روسیې او اوکراین ترمنځ د دایمي سولې د رامنځته کولو لپاره د تخنیکي خبرو اترو خبر ورکړل شوسپینې ماڼۍ د ډونالډ ټرمپ له قوله ویلي چې دا جګړه باید هیڅکله پیل شوې نه وای او باید ډېر مخکې پای ته رسېدلې وای.دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د ولسمشرۍ دفتر هم ویلي چې ولادیمیر پوتین د دېرشو ورځو لپاره د انرژۍ پر زیربناوو د برید نه کولو په اړه مثبت ځواب ورکړی دی.د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي دي چې د اوکراین د جګړې د حل لپاره به د روسیې او امریکا د متخصصینو ډلې جوړې شي.