د صهیونیستانو پر وړاندې نړیوال لاریونونه
حوت 29, 1403 13:59 Asia/Kabul
په غزه باندې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل وروسته د نړۍ په لسګونو هېوادونو کې د دې جنایتونو ضد لاریونونه وشول
فرانسویان سړکونو ته په راووتلو سره په غزې باندې د صهیونیستانو تازه بریدونه وغندلپه هالنډ کې هم خلکو د فلسطیني خلکو ملاتړ وکړ او په غزه کې یې د صهیونیستانو د جنایتونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.زرګونو امریکایانو هم په غزه کې د صهیونیستانو د بریدونو د بیا پیل په وړاندې چې په پایله کې یې له څلورو سوو څخه ډیر کسان شهیدان شول اعتراض وکړ.د کالیفورنیا په سان فرانسیسکو کې د فلسطین ملاتړو د غزې او فلسطین په ملاتړ او صهیونیستانو د جرمونو په غندلو سره د صهیونیستي رژیم د قونسلګرۍ مخې ته لاریون وکړ.په دې لاریون کې په سلګونو لاریون کوونکو ګډون وکړ او د خپلو شعارونو په ورکولو سره یې د فلسطین له خلکو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.