د افغانستان ساحلي فوټبال ملي ټیم سیالۍ
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دوه زره پنځه ویشتم کال د آسیا جام سیالیو کې چې په تایلینډ کې ترسره کیږي د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د ګډون کره نیټه اعلان کړه.
افغانستان په دریم ګروپ کې دی او له ایران، اماراتو او اندونیزیا سره به سیالي وکړي.د افغانستان لومړۍ لوبه به د جمعې په ورځ وي، او دوی به د راتلونکې اونۍ په ترتیب سره د یکشنبې او سې شنبې په ورځ له خپلو سیالانو سره مخ شي.افغانستان به د جمعې په ورځ د کابل په وخت د مازدیګر په څلورو بجو اماراتو سره مخ شي.د یکشنبې په ورځ به دوی په ورته وخت کې د ایران په وړاندې سیالي وکړي، او د سې شنبې په ورځ یوه بجه به د اندونیزیا په وړاندې هم سیالي وکړي.د آسیا ساحلي فوټبال جام چې د آسیایي هیوادونو د شپاړسو ټیمونو په ګډون په څلورو ګروپونو ویشل شوي سبا پنجشنبه د کب په دېرشمه پیلېږي چې د راتلونکي کال د وري یا حمل میاشتې په لسمه به پای ته ورسېږي