د افغانستان صادراتو کې ۱۸ میلیون ډالره کموالی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41771-د_افغانستان_صادراتو_کې_۱۸_میلیون_ډالره_کموالی
د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د روان لمریز کال د دلوې په میاشت کې د افغانستان صادرات اتلس میلیونه ډالره کمښت سره مخ شوی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 28, 1403 13:03 Asia/Kabul
  • د افغانستان صادراتو کې ۱۸ میلیون ډالره کموالی

د سرپرست حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د روان لمریز کال د دلوې په میاشت کې د افغانستان صادرات اتلس میلیونه ډالره کمښت سره مخ شوی دی.

د دې ادارې ویاند حلیم رافع وویل چې د روان کال په دلوې میاشت کې د صادراتو په برخه کې یوسل او څلور څلوېښت اعشاریه دوه میلیون ډالر او وارداتو کې یوسل او اووه شپېته اعشاریه یو میلیون ډالر ثبت شوي دي.داسې انګیرل کیږي چې د افغانستان په ختیځ کې د تورخم بندر د شاوخوا یوې میاشتې لپاره تړل کیدل د دې ستونزې اصلي لامل دی.په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د افغانستان واردات او صادرات یو شان نه دي، او واردات د صادراتو په پرتله څو چنده لوړ دي چې د افغانستان اقتصاد ته یې ستونزې پیدا کړې دي.