راتلونکي یو کاله پورې د یوناما فعالیت غځیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41770-راتلونکي_یو_کاله_پورې_د_یوناما_فعالیت_غځیدل
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د کار د دوام لپاره رایه ورکړه.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 28, 1403 13:02 Asia/Kabul
  • راتلونکي یو کاله پورې د یوناما فعالیت غځیدل

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د کار د دوام لپاره رایه ورکړه.

اوس په افغانستان کې د یوناما دفتر به د یو بل کال لپاره، د دوه زره شپږ ویشتم کال د مارچ تر اوولسمې پورې خپل فعالیتونو ته دوام ورکړي.د یوناما دفتر په افغانستان کې په دوه زره دوهم کال کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څوارلس سوه یو پریکړه لیک پر بنسټ فعالیت پیل کړ.د دې د جوړولو موخه دا هم ویل شوې وه چې د بشري حقونو ملاتړ، د افغانستان له خلکو سره مرسته او په هیواد کې ثبات راوستل دي.خو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد څه موده وړاندې وویل چې په افغانستان کې د یوناما شتون ډېر اغېزمن نه و او پرځای یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه منفي ذهنیت رامینځته کړی دی.