د پوځ په عصري وسلو سمبالولو ژمنه
د سرپرست حکومت د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت ویلي دي چې ډېر ژر به د دوی ځواکونه په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال شي.
هغه څرګنده کړه چې د اسلامي پوځ پیاوړتیا نورو هیوادونو سره د شخړې او جګړې معنی نلري او افغانستان حق لري چې خپل امنیتي او دفاعي سیستم پیاوړی کړي.فطرت د کوم ځانګړي هیواد نوم اخیستلو پرته وویل چې موږ له ګاونډیو هیوادونو سره د جګړې غوښتونکي نه یو او هڅه کوو چې ستونزې د پخلاینې او خبرو اترو له لارې حل کړو.خو هغه خبرداری ورکړی چې که څوک غواړي چې په زور سره له افغانستان سره په شخړه کې ښکیل شي دوی به هماغه ځواب ترلاسه کړي چې بریتانیا، پخواني شوروي اتحاد او متحده ایالاتو ترلاسه کړی و.دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي او په تیرو درې نیمو کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په سلګونو ځله نښتې رامنځته شوې دي.