یرغلګرو ته د یمن پوځ خبرداری
حوت 28, 1403 13:00 Asia/Kabul
د یمن پوځ تېره شپه صهیونیستي رژیم او امریکا ته خبرداری ورکړ چې د یرغلګرو پر وړاندې د دغه هیواد ستونزمنې او دردناکې ټاکنې لا نه دي پیل شوي.
دوی خبرداری ورکړی دی که دوی خپل تیري ته دوام ورکړي؛ یمن به دوی ته یو تریخ حقیقت ثابت کړي.د یمن د انصارالله غورځنګ هم ویلي دي چې په سره سمندر کې سفر د صهیونیستي رژیم د کښتیو پرته د ټولو کښتیو لپاره خوندي دی.دوی دا هم ویلي دي چې یمن به د یرغلګرو پر وړاندې خپل پوځي عملیات تر هغه وخته ودروي تر څو چې غزې ته بشري مرستې ونه رسیږي.د یمن دولت هم خبرداری ورکړی چې پر خپله خاوره به یرغل ته اجازه ورنکړي او په کلکه به ورسره چلند وکړي او صهیونیستان او امریکایان باید دا درک کړي.