د امریکا سولې انستیتوت د مسوولینو ګوښه کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41766-د_امریکا_سولې_انستیتوت_د_مسوولینو_ګوښه_کیدل
د ډونالډ ټرمپ دولت په یوه نوې پریکړه کې د امریکا د سولې انستیتوت د مدیره پلاوي ډيری غړي له دندو ګوښه شوي
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 28, 1403 12:59 Asia/Kabul
  • د امریکا سولې انستیتوت د مسوولینو ګوښه کیدل

د ډونالډ ټرمپ دولت په یوه نوې پریکړه کې د امریکا د سولې انستیتوت د مدیره پلاوي ډيری غړي له دندو ګوښه شوي

دا اقدام د امریکا دولت د هغو ادارو لپاره د تمویل کمولو سره سم دی چې د بهرنیو مرستو په برخه کې فعالیت کوي.دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د سولې انسټیټیوټ ادعا کوي چې دا د حکومت له کنټرول څخه بهر یوه اداره ده او په خپلواکه توګه فعالیت کوي او د امریکا دولت باید پر دوی کنټرول تحمیل نه کړي.دا اداره چې د غیر دولتي سازمان په نوم یادیږي د امریکا د کانګرس له تمویل څخه کار اخلي او فعالیتونه یې په مختلفو هیوادونو کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د روانو جګړو په اړه راپور ورکولو باندې متمرکزې دي.ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې هم د وي او اې په ګډون د ځینو رسنیو او بنسټونو فعالیتونه ودرول