د تکواندو په برخه کې د روژې جام لوبه
حوت 28, 1403 12:41 Asia/Kabul
د افغانستان د تکواندو فدراسیون ویلي دي چې د دې برخې د سیالۍ دیارلسم پړاو به په کابل کې د رمضان کپ په نوم ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ د نوي کال په جریان کې او د ماشومانو په عمري ګروپ کې ترسره شي.د سپورت کارپوهانو له نظره د داسې سیالیو ترسره کول د افغان لوبغاړو وړتیاوې او چمتووالی پیاوړی کوي ترڅو په نړیوالو سیالیو کې برخه واخلي.د افغانستان د ځوانانو د تکواندو ټیم ځلیدو چې په پاکستان کې د آسیا آزادو سیالیو ټورنمنټ کې ترسره شو یوه بیلګه ده.افغانستان په تکواندو کې پرمختګ کوي او د اولمپیک په کچه یې مډالونه ګټلي دي.