ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانستان غوښتنه
حوت 27, 1403 13:37 Asia/Kabul
د افغان کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل چې د کډوالو له سمدستي او جبري اخراج څخه ډډه وکړي.
دغه کمیسیون په ځانګړي ډول له پاکستان څخه غوښتنه کړې چې د نړیوالو سازمانونو سره په همغږۍ کې د افغان کډوالو حقونو ته ډیره پاملرنه وکړي.دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان دولت سیاستونه د بشري حقونو سرغړونه بللې ده.خو په یوه اعلامیه کې د پاکستان دولت د سرپرست حکومت هغه غوښتنه رد کړه چې په یاد هیواد کې د افغان کډوالو د پاتې کیدو موده وغځوي.