د افغانستان د ۲۹۵ میلیون ډالرو سوداګري
حوت 27, 1403 13:34 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي چې په روان کال کې د افغانستان د هوايي لارو له لارې د دوه سوه پنځه نوي میلیونه ډالرو صادرات او واردات شوي دي.
هغه وويل چې په دې اندازه کې د افغانستان ونډه يو سل او اته ويشت میليونه ډالره وه چې د پام وړ ده.د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وویل چې د افغانستان صادرات د کابل، کندهار او بلخ د هوايي ډګرونو له لارې اتریش، اردن، هسپانیه، متحده عربي امارات، اندونیزیا، انګلستان، امریکا، سویلي افریقا، جرمني، چین، هند او نورو هیوادونو ته ترسره شوي دي.د اقتصاد پوهانو په وینا سمندر ته د افغانستان د لاسرسي نشتوالی یوه له هغو ننګونو څخه ده چې د افغانستان او نورو هیوادونو ترمنځ د هوایي دهلیزونو د جوړولو اړتیا په ګوته کوي.