د واخان لارې د دویم فاز جوړیدل
حوت 27, 1403 13:33 Asia/Kabul
د بدخشان مرستیال والي امین الله طیب په بدخشان کې د واخان سړک د دوهم لین د جوړولو قرارداد له لاسلیک وروسته وویل چې د دې پروژې امنیت په بشپړه توګه ډاډمن شوی او تمه کیږي چې کار یې ژر بشپړ شي.
د واخان سړک چې د بدخشان مرکز فیض آباد ښار د چین د یارکند سیمې سره نښلوي پنځه سوه کیلومتره اوږد دی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د نښلولو لومړی ټکی ګڼل کیږي.دا په داسې حال کې ده چې د دې مهمې سوداګرۍ او ترانزیت پروژې د قرارداد لاسلیک د بدخشان خلک خوښ او هیله من کړي دي.دا پروژه د افغانستان په خاوره کې دننه یو اویا کیلومتره اوږده ده او د جوړولو بودیجه یې یو کورني شرکت ته سپارل شوې ده چې ارزښت یې یو سل او درې څلویښت میلیونه افغانۍ دی.