د تورخم بندر د پرانستل کیدو احتمال
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41728-د_تورخم_بندر_د_پرانستل_کیدو_احتمال
رسنیو د تورخم بندر د بیا پرانیستلو په اړه د افغانستان او پاکستان د قبایلي مشرانو شورا ترمنځ د هوکړې خبر ورکړی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 27, 1403 13:32 Asia/Kabul
  • د تورخم بندر د پرانستل کیدو احتمال

رسنیو د تورخم بندر د بیا پرانیستلو په اړه د افغانستان او پاکستان د قبایلي مشرانو شورا ترمنځ د هوکړې خبر ورکړی دی.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویلي چې ټاکل شوې ده چې د دې موضوع په اړه وروستۍ غونډه نن دوشنبه ماښام ترسره شي.د لومړنیو هوکړو پر بنسټ د تورخم لاره به د سې شنبې له ورځې څخه د سوداګریزو موټرو او عامو خلکو په ګډون د ټولو ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.د یادونې وړ ده چې دا غونډه څو ورځې وړاندې د بندر د بیا پرانیستلو په موخه پیل شوه خو له څو پړاوونو وروسته بې پایلې پاتې شوه.دا بندر له شلو ورځو څخه زیات د ترافیکو پر مخ تړلی دی، او د سوداګرو په وینا، دې کار د دواړو هیوادونو اقتصاد ته په میلیونونو ډالر زیان رسولی دی.