نړۍ سره د افغانستان پر مثبت تعامل د متقي ټینګار
حوت 27, 1403 13:31 Asia/Kabul
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په عمان کې افغان سوداګرو سره په لیدنه کې وویل چې د دوی حکومت د نړیوالې ټولنې په وړاندې متوازن چلند غوره کړی او د یو هیواد د خوښۍ لپاره له نورو هیوادونو سره په جګړه کې نه ښکیل کیږي.
هغه ژمنه وکړه چې د دوی د هڅو په پایله کې به افغانستان ډېر ژر په سیمه کې په اقتصادي او ټرانزیټي مرکز بدل شي.د سرپرست حکومت دغه چارواکي ټینګار وکړ چې لویدیځو هیوادونو په افغانستان کې د خپل شل کلن شتون په جریان کې بدبختي رامینځته کړې او شاوخوا څلور سوه زره روږدي کسان یې ټولنې ته تحویل کړي دي.د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ټینګار وکړ چې کابل نورو هیوادونو سره د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره متوازنه هڅې کوي او د بل هیواد په وړاندې به د هیڅ هیواد ملاتړ ونه کړي.