د جاپان پر وړاندې د افغانستان ساحلي فوټبال ټیم ماتې
حوت 26, 1403 13:36 Asia/Kabul
د افغانستان ساحلي فوټبال لوبډلې په تایلنډ کې په خپله دویمه تمریناتي لوبه کې د جاپان په وړاندې چې د آسیا ترټولو قوي ټیم دی ماتې وخوړه.
لوبه د سامورایی په ګټه د شپږ پر دوه نمره سره پای ته ورسېده. په دې لوبه کې امید حیدري او فهیم حیدري د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.افغانستان به نن شپه په خپله دریمه دوستانه لوبه کې له بحرین سره مخ شي.د تمریناتي سیالیو وروسته افغان لوبډله به د آسیا د ساحلي فوټبال جام په یوولسم پړاو کې برخه واخلي.د آسیا ساحلي فوټبال جام چې په څلورو ګروپونو کې د شپاړس آسیایي ټیمونو ګډون سره به د پنجشنبې په ورځ پیل شي د حمل تر لسمې پورې به دوام وکړي.افغانستان د دې ټورنمنټ په دریم ګروپ کې له ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا سره دی.