عراق کې د داعش یو قوماندان وژل کیدل
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني د عراق او سوریې په سیمه کې د داعش ترهګرې ډلې د یو لوړ پوړي قوماندان عبدالله مکي مصلح الرفیعي د وژل کیدو خبر ورکړ
هغه وويل چې د داعش د دې ترهګر د ځای له موندلو وروسته د عراق استخباراتي سازمان د هغه په پټنځای برید وکړ او په نښته کې یې وواژه.د عراق لومړي وزیر د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې وویل چې دا د عراق او سیمې لپاره یوه لویه امنیتي لاسته راوړنه ده.عراقي چارواکي وویل چې دا کس د الانبار په سیمه کې په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.ویل کیږي چې دا برید د دې کس د پیژندلو او له منځه وړلو لپاره د دوو کلونو استخباراتي هڅو پایله ده.دا برید په داسې حال کې ترسره شو چې د داعش ترهګرې ډلې یوه لویه برخه په سوریه او عراق کې ویجاړه شوې وه. خو د دې دواړو هېوادونو په ځینو برخو کې لا هم د دوی یو شمېر عناصر شتون لري.