د جمعیت علمای اسلام په سیمه ایز رهبر برید
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41675-د_جمعیت_علمای_اسلام_په_سیمه_ایز_رهبر_برید
د خیبر پښتونخوا پولیسو اعلان کړی چې د جمعیت علمای اسلام پاکستان یو مشر په یوه جومات کې دننه په چاودنه کې سخت ټپي شوی دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 25, 1403 13:18 Asia/Kabul
  • د جمعیت علمای اسلام په سیمه ایز رهبر برید

د خیبر پښتونخوا پولیسو اعلان کړی چې د جمعیت علمای اسلام پاکستان یو مشر په یوه جومات کې دننه په چاودنه کې سخت ټپي شوی دی.

ویل کیږي چې چاودنه د خیبر پښتونخوا د شمال لویدیځ په اعظم ورسک سیمه کې په یوه جومات کې شوې ده.په نښه شوی کس، مولوي عبدالله ندیم د جمعیت علمای اسلام پاکستان سیمه ییز مشر و، چې مشري یې فضل الرحمن کوي.پولیس وايي چې په چاودنه کې دوه ماشومان هم ټپیان شوي دي.تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې برید پړه نده منلی.د روانې لمریزې میاشتې په جریان کې د جمعیت علمای اسلام د سمیع الحق څانګې مشر حامد الحق د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا ووژل شو.هغه په دې برید کې چې د اکوړې خټک په سیمه کې رامنځته شو د شپږو نورو کسانو سره یوځای خپل ژوند له لاسه ورکړ.