د هوايي شرکتونو فعالیت لپاره چمتوالی
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41672-د_هوايي_شرکتونو_فعالیت_لپاره_چمتوالی
د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت الله آصفي وايي چې د بهرنیو هوايي شرکتونو د فعالیت لپاره د افغانستان په هوايي ډګرونو کې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 25, 1403 13:16 Asia/Kabul
  • د هوايي شرکتونو فعالیت لپاره چمتوالی

د سرپرست حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت الله آصفي وايي چې د بهرنیو هوايي شرکتونو د فعالیت لپاره د افغانستان په هوايي ډګرونو کې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

هغه وویل چې ایراني شرکتونو لکه ماهان، تابان، ایران ټور، ایران ایر او همدارنګه نورو شرکتونو لکه فلای دوبۍ، ایر عربیه، او ترکش ایرلاینز له ډیرې مودې راهیسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.د دغه وزارت ویاند وویل چې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت په دې برخه کې د اړینو اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او په دې اړه کار روان دی ترڅو په نورو هوايي ډګرونو کې د نړیوالو هوايي شرکتونو لپاره چمتو شوي اسانتیاوې دي باید په افغانستان کې هم شتون ولري.هغه وويل چې افغانستان اوس مهال له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې، چین، ایران او پاکستان سره مستقیمې الوتنې لري.