د ماین چاودنو له امله د افغانانو تلفات
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41671-د_ماین_چاودنو_له_امله_د_افغانانو_تلفات
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې هره میاشت په منځني ډول له پنځه پنځوسو څخه ډیر خلک د تیرو جګړو څخه د پاتې شویو ماینونو او مهماتو د چاودنې له امله وژل کیږي او ټپیان کیږي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 25, 1403 13:15 Asia/Kabul
  • د ماین چاودنو له امله د افغانانو تلفات

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې هره میاشت په منځني ډول له پنځه پنځوسو څخه ډیر خلک د تیرو جګړو څخه د پاتې شویو ماینونو او مهماتو د چاودنې له امله وژل کیږي او ټپیان کیږي.

دې بنسټ ویلي دي چې د افغانستان د ولسوالیو دوه پر دریمه برخه د پخوانیو وختونو څخه پاتې شوي ماینونو او مهماتو سره ککړه ده.اوچا وویل چې د ملګرو ملتونو د ماین پاکۍ پروګرام د معلوماتو پر بنسټ چې په افغانستان کې فعالیت کوي؛ اوس مهال، په افغانستان کې درې میلیونه درې سوه زره خلک د ماینونو ککړو سیمو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي.دا په داسې حال کې ده چې د ماین پاکۍ موسسو په وینا چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي؛ په افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړېدو وروسته، په دې برخه کې د نړیوالو مرستو اندازه د پام وړ کمه شوې ده.