د پاکستاني استازي څرګندونو ته د کابل غبرګون
د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې یو شمیر هیوادونو د افغانستان په وړاندې یوه پیچلې پالیسي غوره کړې ده.
هغه ادعا وکړه چې د افغانستان په اړه ناسم انځور وړاندې کیږي او افغانستان اوس مهال یو بشپړ امنیت لرونکی نظام لري.فطرت ویلي دي چې له بده مرغه په دې غونډو کې مختلف اړخونه د افغانستان په اړه پیچلي چلند لري او د هیواد غلط انځور یې وړاندې کړی دی.پرون، د پاکستان په ګډون د نړۍ د یو شمیر هیوادونو استازو په افغانستان کې شرایط خورا خطرناک وبلل او په هیواد کې یې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړه.په غونډه کې د پاکستان استازي منیر اکرم وویل چې اسلام آباد داسې شواهد لري چې ښيي د کابل چارواکو نه یوازې د تحریک طالبان پاکستان لخوا د پولې هاخوا بریدونه زغملي دي، بلکې په هغوی کې ښکیل هم دي.هغه ادعا چې کابل په وار وار بې بنسټه بللې او رد کړې یې ده.