د پنجشیر په کانونو کې پانګونې ته لیوالتیا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41634-د_پنجشیر_په_کانونو_کې_پانګونې_ته_لیوالتیا
د پنجشیر والي محمد آغا حکیم ویلي دي چې بهرنیو سوداګرو د دې ولایت د زمردو د پیر او پلور په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 23, 1403 14:07 Asia/Kabul
  • د پنجشیر په کانونو کې پانګونې ته لیوالتیا

د پنجشیر والي محمد آغا حکیم ویلي دي چې بهرنیو سوداګرو د دې ولایت د زمردو د پیر او پلور په برخه کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.

هغه وويل چې دا پانګونې د تېرو کلونو په پرتله ډېرې شوې دي، او په دې وروستیو کې دوو هندي سوداګرو د دې قیمتي ډبرو په داوطلبۍ کې برخه واخیسته او د زمرد کان په معیاري استخراج کې یې د پانګونې وړاندیز وکړ.د پنجشیر والي ویلي دي چې دا هیله مندي مخ په زیاتیدو ده چې د افغانستان زمرد، په ځانګړې توګه د پنجشیر زمرد، په نړۍ کې ډیر مشهور کیږي او بهرني سوداګر د پخوا په پرتله ډیر پام ورته کوي.د یادونې وړ ده چې په وروستۍ داوطلبۍ کې، پنځلس زره پنځه سوه او دوه پنځوس قیراط زمرد په درې لکه اته ویشت زره نهه سوه پنځوس ډالرو وپلورل شو.