د تورخم لارې پرانستلو لپاره د قومي جرګې نه ترسره کیدل
له تورخم څخه راپورونه وايې چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو سوداګرو او قومي مشرانو پرون د دوهمې پرله پسې ورځې لپاره په تورخم کې غونډه وکړه.
خو ویل کېږي چې دا غونډه د ګډونوالو د شمېر د زیاتوالي له امله د پاکستان له خوا لغوه شوه.ویل کیږي چې په دې غونډه کې د پاکستان له خوا شاوخوا پنځه ویشت افغان سوداګرو ته د شپیتو ګډونوالو نوملړ وړاندې شو، خو د افغان لوري له خوا ونه منل شو.دا په داسې حال کې ده چې د تورخم بندر د تړل کېدو د ستونزې د حل لپاره یوه جرګه ټاکل شوې وه. خو د افغان او پاکستاني ګډونوالو ترمنځ د توازن د نشتوالي له امله دا جرګه د افغان سوداګرو له خوا لغوه شوه.د تورخم بندر له نږدې شلو ورځو راهیسې د ترافیکو پر مخ تړلی دی او له دې بندر څخه هیڅ ډول تګ راتګ ته اجازه نه ورکول کیږي. هغه اقدام چې تر اوسه پورې د دواړو خواوو ترمنځ د خونړیو نښتو لامل شوی او تلفات یې اړولي دي.