افغانستان سره د ایرلنډ کرکټ ملي ټیم لوبې لغوه کیدل
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41607-افغانستان_سره_د_ایرلنډ_کرکټ_ملي_ټیم_لوبې_لغوه_کیدل
د ایرلنډ کریکټ بورد اعلان کړی چې د مالي ستونزو له کبله یې له افغانستان سره د سږکال پلان شوې سیلالۍ لغو کړې دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 22, 1403 14:25 Asia/Kabul
  • افغانستان سره د ایرلنډ کرکټ ملي ټیم لوبې لغوه کیدل

د ایرلنډ کریکټ بورد اعلان کړی چې د مالي ستونزو له کبله یې له افغانستان سره د سږکال پلان شوې سیلالۍ لغو کړې دي.

ټاکل شوې وه چې د ایرلنډ د کریکټ لوبډله په جولای میاشته کې د افغانستان له لوبډلې سره یوه ټیسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې وکړي.دغه ټولې سیالۍ د ایرلنډ په کوربتوب پلان شوې وې.د ایرلنډ د کریکټ بورد مشر ویلي، افغانستان سره سیالۍ یې په بودجه کې د لنډمهالي کمي له کبله لغو کړي.دغه هېواد بیا سږ کال اوړی د ویسټ انډیز او دغه راز انګلستان د کریکټ لوبډلو کوربه توب کوي چې ویسټ انډیز سره د شپږو اورونو لوبلړۍ او له انګلستان سره درې شل اوریزې لوبې لري.دا په داسې حال کې ده چې په انګلستان کې یو شمیر چارواکو د کابل په سرپرست حکومت د فشار راوړلو لپاره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د بایکاټ غوښتنه کړې وه.