د بلوڅ یاغیانو له منګولو د ۱۵۰ یرغملو خوشې کیدل
پاکستاني رسنۍ د امنیتي چارواکو په حواله وايي چې دوی تر اوسه پورې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو ځواکونو له خوا د یرغمل شويو نږدې یوسل او پنځوس کسانو په خوشې کولو کې بریالي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو په نوم پیژندل شوې ډله چې دا لویه یرغمل نیونه یې ترسره کړې ادعا کوي چې دوی یوازې سرتیري نیولي دي.بلوڅ بیلتونپالو وویل چې وړمه ورځ په مسافر وړونکي اورګاډي د دې ډلې په برید کې شل پاکستاني پوځي پرسونل ووژل شول خو پاکستاني امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.په دې برید کې دوی له یو سل او اتيا څخه زیات کسان یرغمل کړل.په همدې حال کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي دي چې د دې برید په ځواب کې به هیڅ رحم یا خواخوږي ونه شي او له دې ډلې سره به سخت چلند وشي.دا اورګاډی له کوټې څخه پېښور ته روان و چې د بولان بندر په دهدار په سیمه کې تر برید لاندې راغی