افغانستان کې د ثبات په برخه کې د ایران همکاري
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i41602-افغانستان_کې_د_ثبات_په_برخه_کې_د_ایران_همکاري
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي دي چې هیواد یې د افغانستان د امنیت د ډاډمنولو لپاره سرپرست حکومت سره همکارۍ ته چمتو دی.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
حوت 22, 1403 14:21 Asia/Kabul
  • افغانستان کې د ثبات په برخه کې د ایران همکاري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي دي چې هیواد یې د افغانستان د امنیت د ډاډمنولو لپاره سرپرست حکومت سره همکارۍ ته چمتو دی.

هغه ویلي دي چې موږ په افغانستان کې د دوامداره امنیت د ترلاسه کولو په لټه کې یو او د تهران بهرنۍ پالیسي به د یو یا څو کسانو په بدلون سره بدلون ونکړياسماعیل بقايي په یوه خبري غونډه کې وویل چې موږ په ګاونډي افغانستان کې د تلپاتې امنیت او ثبات برابرولو ته چمتو یو او د هر هیواد د بهرني سیاست مسلو په اړه د پالیسۍ په شمول ګاونډیو سره اړیکې د ځانګړو چوکاټونو له مخې روښانه ديدا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې کابل ته د سفر په ترڅ کې د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره په مختلفو مسلو خبرې او سلامشورې وکړې